د امریکا په ایلنوې ایالت کې په ډزو څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ایالت پولیسو ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ ناوخته ودیرتیک شرکت کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د ایلنوې ایالت پولیس چارواکو ویلي چې بریدګر د پولیسو له لوري نیول شوی دی او د پېښې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره زندان ته لېږدول شوی دی. چارواکو دغه راز د پېښې د ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. پولیسو د پېښې انګیزه نه ده په ډاګه کړې خو زیاتوي چې تر پلټنو وروسته به خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړي.






































