د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو ترمنځ د فساد د مخنیوي لپاره د ترافیکي چارو د الکترونیک کېدو تفاهم لیک لاسلیک شو. د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، لاهم هغه عواید، چې باید دولت ته تسلیم شي په ډیرو ادارو کې ترې غیرقانوني استفاده کیږي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولان هم ددې تفاهم لیکونو لاسلیک د ترافیکو ریاست د چارو اسانولو لپاره غوره اقدام بولي. د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست د ادارې چارو الکترونیکي کېدل ددې وزارت د اصلاحاتو بهیر یوه برخه بولي او وایي، چې په دولتي ادارو کې له ټکنالوژۍ په استفادې به د اداري فساد مخه ونیول شي او شفافیت به تضمین شي. د کورنیو چارو وزیر وایي، چې په ښار کې لاهم ډېری نقلیه وسایط له جعلي اسنادو په استفادې تګ راتګ کوي او دې کار امنیتي اندېښنې ډېرې کړي. د مسوولانو په وینا د ترافیکو ریاست د اداري سیستم برېښنايي کېدل به د جعل او تذویر مخه هم ونیسي.