د تېرې پنجشنبې په ورځ په امریکا کې یوې محکمې یو نظامي افسر له دې امله مجرم وباله چې په هلمند کې یې په قصدي توګه یو ملکي افغان وژلی دی. محکمې ویلي چې که پر نوموړي د جرم ټول اړخونه ثابت شي نو ښايي د اعدام سزا ورته واورول شي. بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې اړه غبرګون ښودلی دی. دده په خبره متېو ګلستین یو اتل دی چې یو افغان بم جوړوونکی یې په نښه کړی دی. هغه ټینګار کړی چې ددغه امریکايي افسر پر دوسیه به له سره کتنه کېږي او که چېرې په رښتیا مجرم وګڼل شو، نو د امریکا د قوانینو له مخې به اعدام کېږي. ټرمپ له دغه امریکايي افسر کلکه دفاع کړې ده او له محکمې یې غوښتي چې د هغه پر دوسیه بیا کتنه وکړي.




































