ملګرو ملتونو له نړیوالو له افغان خوارځواکو ماشومانو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو د غونډې په درشل کې له دوی غوښتي چې په نړۍ کې له خوارځواکه ماشومانو سره مرستې وکړي. دوی ویلي چې په نړۍ کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا شمېر ماشومان په پنځلسو هېوادونو کې دي. یونسیف وايي افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې وروستیو ناورینونو پکې خوارځواکي ډېره کړې ده او دوی د ماشومانو د ژغورلو لپاره میلیونونه ډالر مرستې ته اړتیا لري. دغه اداره وایي چې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي. دوی له اوو صنعتي هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د ماشومانو په ګډون د نړۍ هغه ماشومان هېر نه کړي چې له سختې خوارځواکۍ ځورېږي.



































