ایران او امریکا تایید کړې چې د مذاکراتو نوی پړاو به په دوحه کې پيلېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند رسنیو ته ویلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال به نن د قطر پلازمینې دوحې ته ځي او د امریکا او ایران ترمنځ به غیر مستقیم مذاکرات پيلېږي.
دده په خبره په دې مذاکراتو کې د بندیزونو پر لرې کولو بحثونه کېږي او تمه ده چې دواړه لوري د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي. وړمه ورځ د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول هم ویلي وو، چې ژر به د امریکا او ایران مذاکرات په یوه خليجي هېواد کې ترسره شي. اوس ایران او امریکا دواړو تایید کړې چې مذاکرات په قطر کې پیلېږي.






































