د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ شپږ قومي مشران په لوګر کې د څرخ ولسوالۍ پر لوري روان وو، خو په یوه پېښه کې وژل شوي دي. له سیمې ځایي خلک او ځينې خبریالان وايي چې دوی د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي، خو افغان حکومت بیا دغه ادعا رد کړې ده. د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي سپوږمۍ راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه کسان څرخ ولسوالۍ ته روان وو، خو موټر یې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شوی دی. دده په وینا په پېښه کې شپږ قومي مشران وژل شوي دي. بل لور ته وسله والو طالبانو هم ویلي چې یاد کسان په هوايي برید کې وژل شوي دي.



































