د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې پر وروستیو هوایي بریدونو کلکې نیوکې وکړې. ددوی په خبره د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او په دې توګه په هېواد کې بې ثباتۍ ډېروي. د وکیلانو په خبره حکومت د امریکايي او ناټو ځواکونو ددغه ډول بریدونو پر وړاندې پټه خوله دی، خو ددې وخت دی چې خپله چوپتیا ماته کړي. دوی پر حکومت نیوکه وکړه چې د خپل ولس د خوندي کولو وړتیا نه لري او د بهرنیو ځواکونو د ظلمونو او خپلسریو پر وړاندې پټه خوله دی. وکیلانو همدا راز په څو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو د وروستیو بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده. دوی له حکومت وغوښتل چې دغه پېښې وپلټي او د مخنیوي لپاره یې هر اړخیز اقدامات ترسره کړي.



































