د افغان سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو له وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد پرون په ابوظبي کې د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان سره وليدل. سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې د افغانستان د سولې پروسې، د دواړو هېوادونو پر اړيکو او پر ځينو نورو نړيوالو موضوعاتو خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې راغلي چې شيخ النهيان د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د هڅو او هلو ځلو ملاتړ وکړ. نوموړي دغه راز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ډاډ هم ورکړ. خليلزاد په داسې حال کې د اماراتو د بهرنيو چارو له وزير سره ليدلي، چې نن په دغه هېواد کې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه ناسته کېږي. ويل کېـږي چې په دې ناسته کې د افغانستان، اماراتو، سعودي او امريکا استازي ګډون کوي.



































