د چين له خوا د هانکانګ د حاکميت د بېرته اخيستلو د ۲۵مې کليزې لمانځغونډه او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د ۶مې دورې حکومت د لوړې مراسم د جولای په لومړۍ نېټه د هانکانګ د نندارتونونو په مرکز کې تر سره شول.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو ميکانيزم بيا بيا ازمويل شوی او دا ثابته شوې، چې دغه ميکانيزم د هېواد او ملت، هانکانګ او مکاو له اصلي ګټو سره سمون لري او د څه باندې يو ميليارډ او څلورو سوو مليونو وطنوالو، هانکانګيانو او مکاويانو ملاتړ او د نړيوالې ټولنې پراخې ستاينې يې تر لاسه کړې دي.
نوموړي ياد ميکانيزم ډېر مناسب وباله او ويې ويل، چې د بدلولو هيڅ لامل يې نه ليدل کيږي او په اوږدمهال کې بايد پر همدغه ميکانيزم ټينګار وشي.
شي جين پينګ وويل، چې چين ته د هانکانګ له بېرته راستندو وروسته د هانکانګ رښتېنې ډيموکراسي پيل شوې، هانکانګيانو د هانکانګ د مشرانو مقام تر لاسه کړی او د دې سيمې د لوړې کچې اداري حقونه يې په خپل لاس کې نيولي دي. د هانکانګ ډيموکراټيک نظام د يو هېواد او دوو نظامونو له اصولو سره سمون لري، دغه نظام د هانکانګيانو د ډيموکراټيکو حقونو د ساتنې او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د تضمين لپاره ګټور او راتلونکی يې هم روښانه دی.
شي جين پينګ په ټينګار وويل، چې د يو هېواد او دوو نظامونو ميکانيزم يو بشپړ سيستم دی، چې بايد په دقيقه توګه پلی شي. د ملي حاکميت، امنيت، د پرمختګ د ګټو خونديتوب د دغه ميکانيزم تر ټولو لوړ اصل دی او هانکانګ او مکاو تر ياد اصل لاندې په اوږدمهال کې د کاپټاليزم نظام نه شي بدلولی، نو ځکه د لوړې کچې د خپلواکې ادارې حقونه لري. که د هېواد ياد اصل نور هم ټينګ شي، نو د دوو نظامونو غوره والی به يې لا څرګنده شي.
شي جين پينګ وويل، چې د چين مرکزي حکومت له دې څخه پوره ملاتړ کوي، چې هانکانګ په اوږدمهال کې ځانګړی مقام او وړتياوې وساتي، د پولي چارو، سمندري ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې خپل مرکزي مقامونه ټينګ کړي، د سوداګرۍ پرانېستی، ازاد او معياري چاپيريال وساتي، د معمولي قوانينو نظام ته دوام ورکړي او د نړيوالو اړيکو لپاره پياوړې اسانتياوې برابرې کړي.
شي جين پينګ زياته کړه، چې راتلونکي ۵ کلونه د هانکانګ د نوي او چټک پرمختګ لپاره ډېر مهم دي.
نوموړي د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د نوې دورې له حکومت څخه هيله وکړه، چې د ادارې سويه لوړه کړي، د پرمختګ خوځنده ځواک پياوړی او د هانکانګيانو د ژوند ستونزې حل کړي او د همغږۍ او ثبات د ساتلو لپاره هر اړخېزې هڅې وکړي.
د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت عمده چارواکو په همدې ورځ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ تر کتنې او د هانکانګ د اجرائيوي مشر جان لي تر مشرۍ لاندې لوړه وکړه.