چین یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل فشارونه ختم کړي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ویلي چې د امریکا یو اړخیز بندیزونه به د افغانستان راتلونکې ته خطرونه جوړ کړي. هغه یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او ددغه هېواد اقتصادي فعالیتونه دې نه ځنډوي. چین تر دې وړاندې هم د امریکا اقدام ظالمانه بللی دی او په خبره یې امریکا په دې توګه غواړي د افغانستان اقتصاد فلج کړي. چین پر امریکا نیوکه کوي چې په افغانستان کې یې شل کلن ماموریت ناسم و او تر څنګ یې اوسنی اقدام چې د افغانانو شتمني یې کنګل کړې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل کېږي.



































