د امریکا په کېنتاکي کې په یوه وسله وال برید کې درې پولیس افسران وژل شوي دي. امریکایي رسنۍ وايي چې دغه برید تېره ورځ ناوخته شوی و او د پولیسو دوه افسران ځای پر ځای وژل شوي وو او یو بل ټپي و. راپورونه وايي چې ټپي افسر هم په روغتون کې سا ورکړې ده. د کینتاکي د پولیسو چارواکو او مطبوعاتي برخې رسنیو ته ویلي چې دا خورا ستره غمېزه ده او په خبره یې په دې سره د دوی د ملا تېر مات شوی او دا ثابتوي چې ټولنې باید لا سره منسجمې شي او د ورته فعالیتونو مخنیوی وشي. په وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه ډېر شوي چې سختې اندېښنې یې پیدا کړې دي.






































