پر افغانستان د امریکا د بندیزونو پر منفي پایلو سترګې نه شي پټېدلی. چینایي سي جي ټي ان رسنۍ په یوه اوږده مطلب کې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت او د امریکا بندیزونو ته اشاره کړې ده. سرچینه کاږي چې په وروستیو کې ټولو اړخونو له امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده، خو امریکا لا هم پر افغانستان بندیزونو ته ادامه ورکړې ده. په مطلب کې راځي چې په افغانستان کې روان اقتصادي ناورین او لوږه په چټکۍ د پراختیا په حال کې دي او پر دغه هېواد د امریکا د بندیزونو پر ناوړه پایلو او منفي اغېز سترګې نه شي پټېدلی. مطلب د اقتصادي مسایلو د شنونکو له خولې لیکلي چې که نړیوال د افغانستان د اقتصاد وده غواړي نو ژر تر ژره دې ددغه هېواد شتمني ازاده کړي او په اقتصادي برخه کې یې دې لاسنیوی وکړي.