چین هیواد د افغانستان د زلزله ځپلو وګړو سره د اووه میلیونه ډالرو پر ارزښت د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وکړه. په دغه مرسته کې خیمې د خوب کټونه او د څښاک اوبه شاملې دي.
دغه زلزله چې د رښتر په اندازه 1/6 درجې وه د افغانستان خوست،پکتیا او پکتیکا ولایتونه یې ولړزول چې په سلګونو انسانان پکې ووژل او خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
په افغانستان کې د چین هیواد سفیر وانګ یو چې د مرستو سپارلو په دغه ځانګړو مراسمو کې ګډون کړی و وایي چې دوی د نورو مرستو تر څنګ دوه لکه امریکایي ډالر هم افغان لوري ته سپارلي څو یې د زلزلې پر زیانمنو وویشي او د هغوی لومړنۍ ستونزې ورباندې هوارې شي. د ښاغلي وانګ یو په وینا چې ددغه نغدي مرستې تر څنګ یې د اوو میلیونه ډالرو په ارزښت دوه سوه ټنه غذایي او نور اړین توکي د چین هیواد په استازولۍ افغان لوري ته وسپارل.

بل پلوه د افغاني سرې میاشتې ریس مطیع الله صادق وایي چې د نړۍ ډیری هیوادونو له افغانستان سره د زلزلې په غمیزه کې خپله غمرازي وښوده او ګڼو هیوادونو لکه چین، ایران او نورو عربي هیوادونو پر وخت سره خپلې بشردوستانه مرستې تر افغانانو وروسولې.
صادق وایي چې چین هیواد اتلس قلمه مختلف النوع توکي مرسته رالیږلې ده چې په وخت سره به پر ټولو زلزله ځپلو وګړو وویشل شي. صادق زیاتوي چې دغه مرسته له چین هېواد څخه په اتو الوتکو کې افغانستان ته راوړل شوې ده او افغاني لوري ته سپارل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې چین هیواد له دې وړاندې هم له افغانستان سره په ځلونو بشري مرستې کړې دي او په بېلابېلو برخو کې یې د افغانانو لاسنوی کړی دی.



































