د پاکستان له لوري په خپل نامه د افغان جلغوزیو صادراتو چین ناراضه کړی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونو مسوولینو ویلي چې په وروستیو کې د هوايي د هلیزونو له بندېدو سره یوازې پاکستان ته افغان جلغوزي صادرېږي.
ددغه خونې د یوه غړي خان جان الکوزي په خبره پاکستان بیا دا جلغوزي تر پروسس وروسته په خپل نامه چین ته صادروي، چې دې مسئلې چین خواشینی کړی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغانستان جلغوزي دې په خپل نامه نه صادروي.
الکوزي پر افغان حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره هوایي دهلیزونه فعال کړي څو افغان محصولات د افغانانو په نامه نورو هېوادونو ته صادر شي.



































