یونسیف وايي سیار ټيمونه یې لا هم له زلزله ځپلو سره په مرستو بوخت دي. د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په خوست او پکتیکا کې زلزلې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله له همدې امله دوی اړ شول چې خپل سیار ټیمونه له خلکو سره د مرستې لپاره وګوماري. یونسیف وايي سیار ټیمونه یې لا هم په زلزله ځپلو سیمو کې له خلکو سره په مرستو بوخت دي او هڅه کوي اړین خدمات ترسره کړي. سرچینه کاږي چې په دغه ولایتونو کې د روان میلادي کال د پولیو نړیوال کمپاین په یوه اونۍ ځنډ ترسره شو، خو تر هر څه وړاندې یې په زلزله ځپلو سیمو کې واکسین او اړینې مرستې ترسره کړې دي.