په هېواد کې د جګړو او وچکالۍ له امله د بې ځایه شوو شمېر ۶ سوه زره کسانو ته لوړ شوی دی. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وایي، چې د وروستیو نا امنیو، جګړو او همدا راز وچکالۍ له امله څه باندې ۶۰۰ زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دده په خبره په دې کې نیمایي خلک د جګړې له امله د خپلو سیمو پرېښود ته اړ شوي دي. عظیمي وايي دوی د نړیوالو مرستندویه موسسو په مرسته توانېدلي چې یوازې ۳۶ زره کسانو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ورسوي. خو نوموړي ویلي چې دا مرستې کافي نه دي او په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ادارو لاسنیوي ته اړتیا لري. تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په هېواد کې د بېځایه شوو افغانانو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.




































