وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې له امریکا سره به یې د افغان جګړې په اړه خبرې درې ورځې دوام وکړي. رویټرز خبري اژانس هم د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغه غونډه کې د قطر دفتر استازي او همدا راز د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د زوی ملا یعقوب دوه استازي ګډون لري. بل پلو د سولې او افغانستان د مسایلو ځينې څارونکي په دغه غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون د اندېښنې وړ بولي. واشنګټن مېشتی سیاسي څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، دا چې طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره وګوري د اندېښنې وړ مسئله ده. دده په خبره که طالبان رښتیا غواړي جګړه ختمه کړي نو باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي او امریکا ته هم په کار ده، چې د دواړو لورو ترمنځ د لیدنو او خبرو زمینه برابره کړي. دده په خبره طالبان اړ دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه هغه یو رسمي او په نړیواله کچه د درناوي وړ حکومت دی او طالبان له دې حقیقت سترګې نه شي پټولی.




































