د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یامموتو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي دي. نوموړي ویلي چې د سیاسي مذاکراتو پر مټ د افغان جګړې پای نږدې شوی دی او ښايي افغانان دایمي سولې ته ورسېږي. دده په خبره دمګړی د سیمې هېوادونه او امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي. هغه ټینګار کړی چې د افغان جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دی او ټول باید له دغه پروسې ملاتړ وکړي. یاممتونو پر طالبانو هم غږ کړی چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي او په دې توګه په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. هغه ویلي چې روان کال د جګړې له امله د افغانانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده خو په دې اړه یې دقیق ارقام نه دي وړاندې کړي.




































