کورنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندې ګوښه کړی دی. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د پاکستان سفارت له امنیتي پرسونل ګڼ شکایتونه ورته رسېدلې دي. دده په وینا دغه کسان په فساد کې ښکېل دي او د ویزو په ورکړه کې یې بې نظمي راوستې ده. هغه زیاته کړې، ددغه سفارت د امنیت لپاره د پولیسو د ګومارل شوي شپږم ټولي ټول پرسونل یې منفک کړی دی او پر ځای به یې نوي او پاک نفسه کسان ګوماري. ابراهیمي وايي د هېواد امنیتي ارګانونو ته د خپلو خلکو عزت او اسانتیا تر هر څه مهمه ده نو په همدې موخه یې دغه پرسونل له دندې ګوښه کړی دی. هغه ټینګار کړی چې د پاکستان د ویزې په ورکړه کې به پوره اسانتیا رامنځ ته کېږي او په دې سفارت کې به ټولې کمیشنکارۍ له منځه وړل کېږي.




































