د ملګرو ملتونو وګړو صندوق په افغانستان کې پر روغتیایي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې خلک ان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. دغه صندوق زیاته کړې ده چې افغانستان سره يې روغتیايي برخه کې د بېړنیو مرستو کڅوړه ترلاسه کړې ده چې د ۲ لکه او ۳۰ زره افغانانو روغتیايي اړتیاوې به پوره کړي. د دغې ادارې په وینا، دوی به په افغانستان کې د بشردوستانه کړکېچونو څخه اغېزمنو خلکو ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.



































