د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې امریکا له طالبانو غوښتي چې شپږ میاشتې اوربند اعلان کړي، له افغان حکومت سره هوکړې ته ورسېږي او د هېواد په سیاسي راتلونکې کې برخه واخلي. طالب سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې په وروستیو خبرو کې ډېر پرمختګ شوی دی او د مثبتو پایلو تمه شته ده. سرچینو همدا راز زیاته کړې چې دغه خبرې به درې ورځې دوام وکړي او د خبرو بل پړاو به د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې ترسره کېږي. د سرچینې په وینا طالبانو تر دې دمه د اوربند په اړه هوکړه نه ده کړې خو ښايي د خبرو په دوام نور پرمختګونه هم وشي. په دې خبرو کې همدا راز د زندانیانو د خوشي کولو او بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې شوې دي. د طالبانو تر ټولو مهمې غوښتنې دا دي، چې طالب زندانیان ازاد شي، د طالبانو مشران له تور لېست و ایستل شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش اعلان شي.




































