امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړه ده. دغه څرګندونې مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي چې د سولې، بیارغونې او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغان حکومت هڅې هیله بښونکې دي او دوی یې ملاتړ کوي. د ګراهام په وینا، امریکا د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړه ده او له دغه هېواد سره د اړیکو لا پراختیا ته ژمنه ده. اجرایه رییس هم په دې لیدنه کې ګراهام ته ښه راغلاست ویلي او په وینا یې امریکا د افغانستان ښه متحد دی او د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې له واشنګټن سره یې اړیکې پراخې او دوامداره وي. دواړو لورو همدا راز په سیمه کې د روان وضعیت، سولې، امنیتي ستونزو او ډېرو نورو مواردو په اړه بحث کړی دی.



































