د کابل ښار په باغ بالا سیمه کې د ځاځي پارک دویمه څانګه جوړېږي. د حبیب الله ځاځي پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ځاځي پارک دويمه څانګه به په نږدې راتلونکي کې د باغ بالا سیمه کې په فعاليت پيل وکړي. د سرچینې په خبره، په همدې سیمه کې به لږ تر لږه ۲۶۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کيږي او تر ۵۰۰ پورې هېوادوالو ته به پکې د کار زمینه برابره شي. نوموړي په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې په دې اړه نور جزیات به وروسته له هېوادوالو سره شریک شي. د حبیب الله ځاځي پارک لومړۍ څانګه د احمد شاه بابا مېنه کې جوړ شوی دی چې د ورځې په سلګونو کسان ترې لیدنه کوي.



































