چين وايي، د افغانستان د کلتوري او تاريخي ميراثونو په بيارغونه کې ونډه اخلي. د چين د اقتصادي او کلتوري برخو مسوول ماسټر خون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستيال سره په کتنه کې ويلي چې افغانستان د کلتورونو او تمدنونو کور دی او په وينا يې چې هېواد يې د کلتوري ميراثونو د بيارغونې په برخه کې مرستې ته چمتو دی.
د کلتور او هنر مرستيال په مختلفو برخو کې د چين له مرستو په مننې سره ويلي چې ا.ا هڅه کوي څو د عينک د مسو کان سپړنه په داسې ډول پيل کړي چې هلته شته تاريخي اثارو او لرغونو تاسيساتو ته زيان ونه رسيږي. نوموړي د لرغونپېژندې او تاريخي اثارو د ژغورنې او ساتنې په برخو کې د چين له تجربو پر استفادې ټينګار کړی دی.



































