ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې یو پلاوی یې د ولسمشر د دفتر د رییس په مشرۍ ابوظبۍ ته رسېدلی دی او ممکن په نږدې راتلونکې کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي. د سرچینې په وینا د حکومت د مذاکره کوونکي ټیم مشر عبدالسلام رحیمي د امریکا متحدوایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او په پام کې ده چې روانه اونۍ کې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازو سره هم وګوري. افغان حکومت په نږدې راتلونکي کې له وسله والو طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو خبره په داسې حال کې مطرح کوي چې پرون طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو له افغان حکومت سره له خبرو انکار وکړ. په یاده اعلامیه کې راغلي وو چې دوی له افغان حکومت سره نه ګوري او نه هم د خبرو کوم پلان شته دی.



































