شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین له یان ان ښار څخه د لیدنې پرمهال د یوه افغان ډاکټر احساس

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

جولای 19, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

یوه افغان ډاکټر د چین د يان ان ښار څخه لیدنه کړې او د دغه هېواد د کمونېست ګوند انقلابي روحيې په اړه خپل احساس بيان کړی.

 د جولای له پنځمې نيټې څخه تر نهمې نيټې پورې د روسيې، افغانستان او پاکستان په شمول دنړۍ د ۱۲ هېوادونو محصلين دچين يان ان ښار ته تللي او هلته يې د چين د کمونېست ګوند انقلابي روحيه احساس کړې ده. د دې سفر په هکله د چين د سي اېم جي خبريالې له افغان ډاکټر نصیر احمد صافي سره مرکه کړې. هغه وويل چې چينايان به د چين د کمونېست ګوند د انقلابي روحيې په رڼا کې لا زیات پرمختګ ومومي او خامخا به ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د يان ان ښار د چین د شان شي ولايت په شمال کې پروت دی چې د چين د انقلاب مقدس ځای ګڼل کيږي. د ۱۹۳۵ کال په اکتوبر کې د چين سور پوځ له ۱۲ زره ۵۰۰ کيلو مترو اوږد مارش وروسته د دې ولايت شمالي سيمې ته ورسيد چې پکې د چين د کمونېست ګوند مهم مرکز شتون درلود. پر يان ان د خطرې د يادونې په ترڅ کې ډاکټر صافي ويلي، ښکاره ده چې يان ان د چين د نورو ښارونو په پرتله هم له تاريخي اړخه او هم د انقلابي اړخه ځانګړی مقام لري. ځکه چې دغه سيمه د چينايي انقلاب مقدسه ځمکه بلل کېږي. د سياسي او انقلابي اړخه د چين انقلابي رهبر رئیس ماو ځه دونګ او د چين د اوسني رهبر رئيس شي جين پينګ د ځوانۍ ډېر کلونه په همدغه سيمه کې تېر کړي دي. نو له دې کبله نه یوازې په چيني ټولنه کې بلکې بهرنيانو ته هم د پاملرنې وړ ځای ګرځېدلی دی.

د پخواني انقلابي مرکز په توګه په يان ان کې د چين انقلابي مشرانو ډيرې يادګاري نښي شتون لري. يانګ جيا لينګ د دې ښار په باو تا ناحيه کې موقعیت لري چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ميشتېدو زوړ ځای و او د ۱۹۳۸ کال له نومبر څخه د ۱۹۴۷ کال تر مارچ پورې يې د رئيس ما ځه دونګ په شمول د دې ګوند د مشرانو کاري دفترونه او د اوسيدو ځای هم و. دغه راز د چين د کمونېست ګوند مهم اووم ملي کانګرس هم دلته تر سره شو. اوس يانګ جيا لينګ هم يو مشهور منظره لرونکی ځای ګرځېدلی چې کورني او بهرني سيلانيانو پام يې ځانته را اړولی دی. په دې ښار کې  له يانګ جيا لينګ څخه تر ليدنې وروسته ښاغلي صافي همدارنګه ويلي چې دلته د چين د کمونېست ګوند  مشرانو په دومره ستونزمنو شرایطو کې د چين د انقلاب رهبري کړی او له دې څخه د چينايانو د مبارزې روحيه ښکاره کيږي. هغه څه چې پرما يې زياته اغيزه وکړه، هغه دا چې د چين د کمونيست ګوند لارښود او انقلابي رهبر ماو ځه دونګ او ورسره فکري ملګري په دې وتوانيدل چې د جاپانيانو پر وړاندي انقلاب په ښه توګه رهبري کړي او د بريا تراخري پولې پورې ورسوه، همدا رنګه دوی وکولای شول چې چينې وګړي په یو فکر سره راټول او متحد کړي، تر څو په راتلونکې کې د خپلو ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړي چې د چين د کمونيست ګوند دغه کړنه په ډيره ښه او معياري ډول سره پرمخ وړي، نو ويلی شو چې د چين د کمونيست ګوند هڅې او کوښښونه دي چې چيني ټولنه يې د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوله او په نړۍ کې يې چيني وګړو ته يو ځانګړی مقام او ارزښت ور وباخه.

په دې سفر کې د دغو بهرنيو محصلينو لپاره بل د پاملرنې وړ ځای د ليانګ جیا هه کلی دی. هلته هغوی له کليوالو سيموڅخه ليدنه کړي او له ځينوځايې وګړو سره يې خبرې هم کړې او د چين د کليوالو سيمو د پرمختګ په باب معلومات يې تر لاسه کړي. په دې اړه دوکتور صافی ويلي چې هغه څه چې ما په دغه سيمه کې وليدل او له اوسيدونکو سره مو د هغوی د ژوند په اړه خبرې وکړي، نوهغوی د خپل ژوند څخه خوښ او خوشحاله بريښيدل، ځکه چې د ژوند لومړنۍ اسانتياوي ورته له امن څخه په ډک چاپېريال کې ټولې برابري وي لکه پوخ سړک، بريښنا، پاکې اوبه، انترنيټ او مخابراتي خدمات، ښوونځي، کلينيک او داسې نور، چې د دوی ژوند يې په پوره ډول هوسا او اسانه کړی. زما په اند د رئيس شي جين پینګ په مشرۍ د کليوالو او لېرې پرتو سيمو اوسېدونکو په ژوند کې د پخوا په پرتله ژور بدلون راغلی. رښتيا ده چې د چینايانو اوسني هوسا ژوند د چين د کمونېست ګوند له رهبرۍ سره نژدې تړاو لري.

 د چين د کليوالو سيمو پرمختګ واقعا پر ډاکټر صافی ژوره اغيزه کړې، هغه هم هيله لري چې افغانستان د چین د کليوالو سيمو له پرمختيايي تجربو څخه ګټه واخلي.د مرکې په اخر کې هغه داسې وويل چې که افغانستان د رئيس شي جين پينګ په څېر يو هېواد پاله او زړه سوانده ولسمشر ولري او د طبيعي زيرمو او بشري انرژيو څخه په ښه توګه ګټه واخلي، نو افغانستان به هم ډيرژر د نړۍ د سيالو هېوادونو په کتار کې ودريږي.

(撰稿:余海芳 初审:徐晓勤 审定:陈重 签稿:席猛)

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In