په کندهار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي چې یوه سرتېري په یاد ولایت کې خپل پنځه همکاران وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. د سرچینې په وینا، دا پېښه پرون په میوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې او قاتل هم په تېښته بریالی شوی دی. د یو بل خبر له مخې په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې اووه سرحدي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د کندهار ولایت مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو پرون په یاد ولایت کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته برید کړی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده. خبرپاڼه کاږي چې په دغه برید کې اووه طالبان هم وژل شوي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.




































