ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو بې نظمۍ او ګډوډۍ په ولسمشريزو ټاکنو کې ورته د منلو وړ نه دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو دغه څرګندونې تېره شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي. د امنيت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څلور مياشتني راپور په اړه ځانګړې غونډه نيولې وه چې څو ورځې مخکې يې وړاندې کړى و. تداميچي وايي چې افغانانو له سختو امنيتي ننګونو سره سره په پراخه کچه ټاکنو کې په برخې اخيستو سره له خپلو حقوقو دفاع وکړه. د يوناما مشر د ټاکنو خپلواکو کمېسيونونو ته په ډاګه کړه چې د ولسي جرګې د ټاکنو تېروتنې او کمزورى مديريت دې په ولسمشريزو ټاکنو کې نه تکرارېږي. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني.




































