د روسیې د بشري مرستو دویمه جوپه کابل ته را رسېدلې ده. په کابل کې د روسیې د سفیر مرستیال انټون لاوروف ویلي چې په دغې دویمه جوپه کې ۲۳ ټنه بشري مرستې شاملې دي چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې او سېلابونو نه اغېزمنو ته به ووېشل شي.
په دې مرستو کې خوراکي توکي، کمپلې او نور لومړني وسایل شامل دي. لاوروف زیاته کړې ده چې هېواد به یې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره بشري مرستې دوامداره وساتي او په خبره یې، ټاکل شوې ده چې په را روانو اوونیو کې به د روسیې نورې بشري مرستې هم کابل ته را ورسېږي.



































