امریکایي چارواکو پرون په دوبۍ کې د طالبانو له لوړپوړي پلاوي سره خبرې کړې دي او ویل کېږي چې دا خبرې به درې ورځې دوام وکړي. د ځینو ناتایید شویو راپورونو له مخې ممکن وسله وال طالبان اوږدمهاله اوبند اعلان کړي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوبۍ غونډې موخه د افغانانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابرول دي. د الجزیرې ټلویزیوني شبکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو ویاند له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، د افغان سولې لپاره به د امریکا هڅې تر هغه وخته دوام ومومي څو په دې هېواد کې له سوله ییزو لارو جګړه پایته نه وي رسېدلې. د سرچینې په خبره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د طالبانو په ګډون، د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو ټولو اړخونو سره لیدنو ته دوام ورکړي څو د خبرو اترو له لارې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.



































