د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور پر خپل ټویټر لیکلي چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره د دوی هڅو رنګ راوړی دی او ژر ده چې په سیمه کې سوله برقراره شي. هغه ویلي چې د سولې لپاره د دوی هڅې له ډېر پخوا راهیسې روانې وې. نوموړي که څه هم مشخص د افغانستان نوم نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې سوله په سیمه کې لومړنۍ بشري اړتیا ده او دوی به د سیمې د ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. پاکستان په داسې حال کې په سیمه کې د سولې لپاره د خپلو هڅو خبره کوي چې دوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته لیک واستول او په افغان سوله کې یې ترې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه چې له هغه څو ورځې وروسته پاکستاني مشر په پېښور کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو او امریکا تر منځ یې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړې ده. د یادونې ده چې پرون په دوبۍ کې د امریکا او پاکستان تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې دي او د طالبانو په خبره دا خبرې به درې ورځې دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استازي هم تېره شپه وویل چې ځینې هېوادونه غواړي له افغان سولې نه د ځان په ګټه کار واخلي.




































