چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

سروې ښيي، چې د لویديځې ډيموکراسۍ په اړه د عربو خلکو باور د ورکېدو په حال کې دی

جولای 23, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

د عرب د تحول او بدلون نخښې (Arab Barometer)په نوم د  سروې ګانو نړيوال ارګان په دې وروستيو کې د سروې دوه راپورونه خپاره کړې. په دغو راپورونو کې  راغلي، چې د لویديځ  د ډيموکراټيک ميکانيزم په اړه د عربي هېوادونو د زياتره خلکو باور د ورکېدو په حال کې دی او د دې ترڅنګ د چيني موډل جذابيت مخ پر زياتېدو دی.

د مراکش، تونس، عراق، سوډان، ليبیا، اردن، لبنان، موريتانيا او فلسطين په شمول د ۹ هېوادونو ۲۳ زرو وګړو په دغه سروې کې ګډون کړی و. د عرب د تحول او بدلون نخښې ويبپاڼې د جولای په پيل کې د يادې سروې د نتيجو له مخې دوه راپورنه خپاره  کړل، چې عنوانونه يې په جلا جلا توګه (( د منځني ختيځ او شمالي افريقا ډيموکراسي)) او (( په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د چين او امريکا د سيالۍ په اړه د خلکو نظريې)) دي.

(( د منځني ختيځ او شمالي افريقا ډيموکراسي)) په راپور کې راغلي، چې په تېرو لسو کلونو، په تېره بيا تېرو پنځو کلونو کې پر لويديځې ډيموکراسۍ د منځني ختيځ او شمالي افريقا د عربي هېوادونو د خلکو شکونه زيات شوي او  ډېری خلک په دې نظر دي، چې د لويديځ ډيموکراتيک ميکانيزم د اقتصادي احيا، د ټولنيز نظام د خونديتوب او د حکومت د پرېکنده اقداماتو د هڅولو لپاره ګټور نه دی. په تونس او عراق کې د سروې د هغو برخوالو وګړو ونډه د تېرو لسو کلونو د سروې د نتيجې په پرتله نژدې ۵۰ سلنه زياته شوې، چې دوی له يادو نظريو سره موافقه لري. د سروې په هر برخوال هېواد کې له نيمايي زياتو ګډون کوونکو څرګنده کړې، چې دوی د تګلارو د تطبيق او عملي کېدو لپاره د حکومت اقداماتو ته ډېره پاملرنه کوي.

 (( په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د چين او امريکا د سيالۍ په اړه د خلکو نظريې)) په راپور کې راغلي، چې چين د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد له لارې له دغې سيمې سره اقتصادي اړيکې پياوړې کړي، خو امريکا په دغه سيمه کې لګښتونه کم کړي او خپل ستراتيژيک تمرکز یې اسيا او ارام سمندر سيمې ته اړولی دی. دغه راز له مراکش پرته د سروې په نورو ۸ هېوادونو کې زياتره خلک چين د امريکا په پرتله د هرکلي وړ هېواد بولي. په دغو ۸ هېوادونو کې د سروې لږ تر لږه يو په درېيمه برخه برخوال وګړي په دې نظر دي، چې امريکا سخت اقتصادي خطر دی. په نژدې ټولو ۹ هېوادونو کې د سروې د برخه والو وګړو په اند، امريکا غواړي د مرستو له لارې پر دغو هېوادونو اغېزې وکړي. د چين د مرستو په اړه د سروې د برخه والو وګړو د شکونو کچه د امريکا د مرستو په پرتله ډېره ټيټه ده.

نوموړي دوه راپورونه ښيي، چې د لويديځ ډيموکراتيک ميکانيزم د کمزوري موثريت او توان، پر ځايي اقتصاد د امريکا د خطر او د ځايي اقتصاد د خړ راتلونکي پر وړاندې، عربي خلک خپل نظر د چيني موډل په شمول نورو سياسي ميکانيزمونو ته اړولی دی. د يادو راپورونو ليکوال او د امريکا د پرينسيټن پوهنتون پروفېسير مايکل روبينس ويلي، چې د چين موډل په تېرو ۴۰ کلونو کې ګڼ شمېر چينايان له بېوزلۍ څخه ژغورلي او د ډېرو هېوادونو خلک هيله لري، چې خپل هېوادونه د چين په شان چټک اقتصادي پرمختګ وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له امله د سيمې د خوراکي موادو د خوندیتوب مسئله سخته شوې او د منځني ختيځ او شمالي افريقا خلک د خپلو هېوادونو د راتلونکي اقتصادي وضعيت په اړه بدبينه دي، نو دوی له لويديځ ډيموکراتيک ميکانيزم پرته له نورو سياسي نظامونو سره یې علاقه پيدا کړې ده.

د ياد راپور په پای کې ويل شوي، چې چين استعماري غوښتونکی هېواد نه دی او هېڅکله يې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، نو امکان شته، چې چين به په نژدې راتلونکي کې د امريکا په پرتله لا د هرکلي وړ هېواد وګرځي.

 (( د منځني ختيځ او شمالي افريقا ډيموکراسي))

 (( په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د چين او امريکا د سيالۍ په اړه د خلکو نظريې))

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026

اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In