د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له ايرانه ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکي هېواد ته واردوي. د ماليې وزارت وياند احمدولي حقمل وايي، وروستیو کې د نفتو او ګازو تصدۍ، ماليې، بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان بانک او سټنډرډ ادارې يوه ګډ پلاوي له ايرانه د نفتي توکو د واردولو په موخه هغه هېواد ته سفر کړی و. د حقمل په خبره، دې سفر کې له ايرانه ۳۵۰ زره ټنه نفتي توکي پېرل شوي چې ډير ژر به يې هېواد ته د را لېږدولو بهير پيل شي. د ماليې وزارت ويلي چې يادو نفتي توکو په را رسېدو سره به په بازارونو کې د تېلو بيې را ټيټې شي. د ماليې وزارت وايي، پلاوي له ايراني لوري سره پر دې هم هوکړه کړې چې تر دې وروسته به يوازې پر هغو افغان سوداګرو نفتي توکي پلوري چې د ا.ا له لوري ور پېژندل کيږي. وروستيو کې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بيې د پام وړ لوړې شوې چې سوداګر يې لامل په بازارونو کې د تېلو کمښت بولي. دوی وايي، په سلګونو ټانکر يې په ګمرکونو کې ولاړ دي او ا.ا بازارونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي. حکومت بازارونو ته د يادو ټانکرو د ننوتلو د مخنيوي لامل، د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخنيوی بولي.



































