ملګري ملتونه وايي، د ولسي جرګې ټاکنو بې نظمۍ او ګډوډۍ په ولسمشريزو ټاکنو کې ورته د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو دغه څرګندونې وړمه شپه په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.
امنيت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه څلور مياشتني راپور په اړه ځانګړې غونډه نيولې وه چې څو ورځې مخکې يې وړاندې کړى و.
نوموړي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د افغانانو برخه اخيستل وستايل او ويې ويل چې افغانان د خپل راتلونکي برخليک په اړه په خپله پرېکړه کوي.
تداميچي وايي، افغانانو له سختو امنيتي ننګونو سره سره په پراخه کچه په ټـاکنو کې په برخې اخيستو سره له خپلو حقونو دفاع وکړه.
نوموړي د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه وويل، په دې اړه چمتووالى روان دى او افغانان به د خپل راتلونکي ولسمشر په اړه پرېکړه کوي.
د يوناما مشر د ټاکنو له خپلواکو کمېسيونونو څخه غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې د ټاکنو تېروتنې او کمزورى مديريت دې په ولسمشريزو ټاکنو کې نه تکرارېږي.
هغه زياته کړه: «د ټاکنو کمېسيونونه بايد تر ولسمشريزو ټاکنو په خپلو کارونو کې ښه والى راولي، د ولسي جرګې ټاکنو بې نظمۍ او ګډوډۍ په ولسمشريزو ټاکنو کې د منلو وړ نه دي».
تداميچي دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل چې په تېرو ١٧ کلونو کې د لومړي ځل لپاره سولې ته هيله مندي او چانسونه زيات شوي دي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو او وينې تويېدنې د مخنيوي په موخه د سولې خبرې روانې دي او هيله يې څرګنده کړې چې يوې ښې پايلې ته ورسېږي.
نوموړي دغه راز له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کېني.




































