شنبه, اگست 1, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

په اماراتو کې د سولې خبرې، اجنډا او پرمختګونه

دسمبر 19, 2018
in دریځ
0 0

 

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو په دویمه ورځ هم طالب استازو له امریکايي پلاوي سره اوږده بحثونه کړي دي. طالبان استازو د خپلو بندیانو د خوشې کولو، له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو پر ایستلو، د قطر دفتر په رسمي کېدو او د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی. امریکايي پلاوي بیا له طالبانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، اوربند ته غاړه کېږدي او دغه راز په افغانستان کې امریکايي اډې ومني. په دغه غونډه کې د ځینو پرمختګونو خبرونه ورکول کېږي، خو پوره څوک نه پوهېږي چې څه پرمختګ شوی دی.

د خبرو په لومړۍ ورځ سعودي، متحده عربي اماراتو او پاکستان د امریکا په غوښتنه له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي، خو طالبانو په خپل دریځ ټینګار کاوه. په دویمه ورځ خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې د هغوی غوښتنې واورېدلې. خلیلزاد ومنله چې طالب مشران باید له تور لېسته و ایستل شي، خو د دې لپاره باید افغان دولت په رسمي ډول له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي، نو ځکه طالبان باید له حکومت سره خبرې وکړي. دغه راز خلیلزاد وویل چې دوی مني چې باید طالب بندیان له بنده خوشې شي، خو دا بندیان له حکومت سره دي او پکار ده چې طالبان له حکومت سره خبرې وکړي. خلیلزاد د طالبانو د دفتر له رسمې کېدو سره هم توافق ښودلی، خو ویلي یې دي چې د افغان حکومت له موافقې پرته دفتر ناشونی دی، نو پکار ده چې له افغان دولت سره خبرې وشي. په دوو ورځو کې پر طالبانو له دې امله ډېر فشار و چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. په دویمه ورځ طالبانو منلې چې له حکومت سره به مشروطې خبرې کوي. د دې لپاره ویل شوي چې د بهرنیو ځواکونو مهالوېش باید اعلان شي. طالبانو دغه راز د موقت حکومت خبره هم کړې ده، خو امریکا بیا پر شپږ میاشتني اوربند خبرې کړې دي.

که څه هم د ښکېلو لورو ترمنځ واټن زیات دی، خو ښکاري چې ټول لوري له فشار سره مخ دي او باید توافق وکړي. دا ځل په خبرو کې یو بل مثبت ټکی دا هم دی چې خبرو ته یوازې د قطر دفتر غړي نه، بلکې د طالبانو د رهبرۍ شورا یا کوټې شورا استازي هم ورغلي دي. دا هغه څه دي چې له جوړجاړي سره مخامخ مرسته کوي.

داسې ښکاري چې د سولې خبرې به نورې هم دوام کوي او پکې به مهم پرمختګونه وشي. که د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله حل شي، نو دا بیا اسانه ده چې طالبان له حکومت سره خبرې ومني. له تور لېسته د نومونو ایستل، د بندیانو خلاصون او د سولې د خبرو لپاره د دفتر رسمي کول ستونزمن کارونه نه دي. په دې چاره کې ان موقت حکومت هم ستونزمن نه دی، ځکه چې په کور دننه د حکومت وخت هم پوره کېږي او خلک د سولې لپاره د موقت حکومت منلو ته تیار دي. له همدې امله پکار ده چې هر لوری د سولې لپاره له خپلو ډېرو غوښتنو تېر شي، قرباني ورکړي او په دې سره به موږ له اوږدې جګړې وروسته د سولې خاوندان شو.

 

Share50Tweet31Share13

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د چین ملي دفاع وزارت د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ د جوړېدو د ۹۹مې کليزې د نمانځنې لپاره یوه لويه مېلمستيا جوړه کړه

اگست 1, 2026

د سلواکیا له ولسمشر پیټر پیلګریني سره ځانګړې مرکه

اگست 1, 2026

د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

جولای 31, 2026

بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

جولای 31, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In