د ننګرهار ولایت د اوسپنې ویلې کولو کارخونو مسوولین وايي، اوسمهال په دغه ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونې هره ورځ له ۲۰ نه تر ۳۰ ټنو پورې اوسپنه تولیدوي. دوی وايي، که بهرنیو هېوادونو ته د زړو اوسپنو د قاچاق مخه ونیول شي، دې دوی د تولید کچه به ۸۰ ټنو ته ورسېږي.
د کلیوال په نوم د اوسپنې ویلي کولو کارخونې مسوول انجنیر بختیار وايي: د برېښنا د کمښت ترڅنګ د زړو اوسپنو قاچاق هغه بله لویه ستونزه ده چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.
بختیار وايي، د دوی تولیدات اوسمهال يوازې په داخلي بازارونو کې پلورل کېږي او بهر ته صادرات نهلري.
له دې وړاندې د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې د اقتصاد د عالي شورا له پرېکړې سره سم به له هېواده د داغمهجاتو د قاچاق مخه په جدي ډول ونیول شي.