په بلخ کې د ا.ا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت د سيلو د فعالولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي. باختر خبري اژانس د بلخ د سيلو د نوي رييس مولوي جاويد صديقي له قوله ويلي چې ياده سيلو تر ۲۵ کلن ځنډ وروسته بيا فعالوي چې ملکي او نظامي ادارو ته به ډوډۍ برابروي. د بلخ سيلو له کلونو راهيسې د ډوډيو پخول بند کړي وو او ژرنده يې د اسلامي جمهوريت پر مهال خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوې وه. د بلخ سيلو په ۱۳۶۳ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړه شوې وه او هغه مهال يې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵ زرو ډوډيو د پخولو ظرفيت لاره چې ۱۷۰ تنه پکې په کار بوخت وو.



































