کانونو وزارت وایي په تېر یوه کال کې یې میلیاردونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېر نږدې یوه کال کې یې په دغه وزارت کې شفافیت راوستی او عواید یې ډېر شوي دي. دده په وینا په دې موده کې چې ددغه وزارت چارې ورته سپارل شوې دي ۱۳.۲ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي دي. هغه همدا راز وایي چې په دې موده کې د کانونو د استخراج ۱۵۸ واړه قرار دادونه لاسلیک کړي او تر څنګ یې دیارلس ستر قراردادونه بولۍ ته وړاندې شوي دي. د کانونو سرپرست وزیر دغه راز وایي چې د خپلو ټولو فعالیتونو په اړه به ملت ته وضاحت ورکوي او وخت په وخت حساب ورکولو ته چمتو دی.



































