واشنګټن ټایمز ورځپاڼه په یوه خبر کې لیکي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې لا هم دوام لري. د سرچینې په خبره په دې خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټول تمرکز د شپږ میاشتني اوربند پر رامنځ ته کېدو دی. سرچینه زیاتوي زلمی خلیلزاد غواړي چې تر هر څه وړاندې له طالبانو سره شپږ میاشتنی اوربند رامنځ ته شي او تر هغه وروسته به د سولې په برخه کې نور مذاکرات ادامه پیدا کوي. بل پلو وسله والو طالبانو بیا تېره شپه ناوخته د رسنیو دغه ډول راپورونه رد کړل. ددوی په خبره په اماراتو کې له امریکا سره یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې کوي او په خبره یې د اوربند، موقتې ادارې، زندانیانو د خوشي کولو او نورو مواردو په اړه خبرې نه کېږي.



































