مشرانو جرګه وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې روان مذاکرات باید بین الافغاني وي. سناتوران وايي، چې له وسله والو طالبانون سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي غوښتنې او وړاندیزونه مبهم دي او د سولې مذاکرات باید له افغانانو سره په همغږی ترسره شي. سناتوران د سیاسي احزابو له لوري د سولې مذاکراتو لپاره جوړ شوي بورډ ته په اشارې وايي، چې حکومت باید د سولې په روانو هڅو کې سیاسي اخزابو ته ونډه ورکړي او هغه احزاب چې په دواړو غاړو کې له پوره نفوذ برخمن دي کولی شي د سولې په برخه کې اغیزمن تمام شي. د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي چې له وسله والو طالبانو سره روان مذاکرات باید بین الافغاني وي او د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.




































