د پاکستان طالب پلوی ملا سراج الحق وايي د پاکستان حکومت دې د افغانانو تر څنګ ودرېږي. دده په خبره دمګړی د پاکستان حکومت له یوې ډلې ملاتړ کوي خو که غواړي چې په سیمه کې پرمختګ او امنیت راشي نو د یوې ډلې پر ځای دې د ټولو افغانانو ملاتړ وکړي. دده په خبره په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د سولې د خبرو له لارې حل کېدلی شي او ښکېلې خواوې دې د سولې خبرو ته سره کېني. هغه د پاکستان پر حکومت هم غږ کړی چې په دې برخه کې دې خپله همکاري وکړي، ځکه د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات په مانا دی. سراج الحق داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر دې وړاندې یې په خپلو څرګندونو کې د طالبانو ملاتړ کړی و او افغان جګړه یې دلته روان ګڼله. د پاکستاني ملایانو یوه ډله تر ډېره د طالبانو معنوي ملاتړې بلل کېږي او تل له رسنیو سره د افغان حکومت ضد او طالبانو په ملاتړ څرګندونې کوي. پر دوی بیا دا تور هم دی چې د پاکستان د استخبارادي ادارې په اشاره دغه ډول څرګندونې کوي.




































