د پيسو نړیوال صندوق ویلي تر هر څه وړاندې به پاکستان د تېرو پورونو په اړه حساب ورکوي او بیا به دغه بانک پرېکړه کوي چې دوی ته نوي پورونه ورکړي. ددغه بانک بل شرط دا دی، چې پاکستان به له دې پیسو د چین پورونه نه خلاصوي او همدا راز به د خپلې کلدارې ارزښت را ټيټوي. د پيسو نړیوال صندوق ویلي د پورته شرطونو تر پوره کېدو او ارزونې وروسته تیار دي چې پاکستان ته پور ورکړي. پاکستان په دې وروستیو کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شوی دی. ددغه هېواد حکومت هڅې پيل کړې دي چې له ملګرو هېوادونو او نړیوالو ادارو پورونه واخلي خو دا چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل دی، نو ځکه څوک زړه نه ښه کوي چې پور ورکړي.