ملګري ملتونه دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ویلي، ملګري ملتونو او امنیت شورا دې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او په دې توګه په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي. چینایي ديپلومات ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده، نو ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کې همکاري ډېره کړي. چین همدا راز پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ډېر کړي او د امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې خپلې مرستې پراخې کړي. چین ویلي په سیمه کې د ثبات راوستلو او جګړو ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي چې نړیوال یې باید ملاتړ وکړي.



































