چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

امريکا دې د چين ملي حاکميت او ارزښتونو ته درناوی وکړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

اگست 6, 2022
in نړیوال خبرونه
0 0

د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي په دې وروستيو کې د چين د حکومت له احتجاج او اعتراضونو سره سره له تايوان څخه ليدنه وکړه، چې دغه کړنه د يو چين د پېژندنې له اصولو او د چين او امريکا ترمنځ له درېیو ګډو اعلاميو څخه څرګنده سرغړونه ده.

د هغې  يادې کړنې په چين کې تند غبرګونه راپارولي او د څو هېوادونو چارواکو او خبري رسنيو  د امريکا پر دغې لمسونکې کړنې نيوکه کړې ده. په دې اړه د چين د سي اېم جي خبريالې له افغان سياسي شنونکي جاويد غورځنګ سره مرکه وکړه. هغه وويل، چې امريکا دې له خپلو ناسمو کړنو څخه لاس واخلي او د چین ملي حاکميت او ارزښتونو ته دې درناوی وکړي.

د اګست په دوهمه نېټه د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي، چې د امريکا حکومت د درېيم نمبر چارواکې په توګه ګڼل کيږي، تايوان ته سفر وکړ. خو د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن  وویل، چې تايوان ته د نانسي پلوسي سفر د هغې شخصي کړنه ده او هغه د امريکا د حکومت استازيتوب نه شي کولی. په دې اړه ښاغلي جاويد غورځنګ  وویل، چې د ده خبرې له حقيقت څخه لېرې دي، ځکه  د امريکا بهرنۍ پاليسي د دې هېواد د فدرالي حکومت د ادارو له خوا جوړيږي او پر دوی فقط تطبيقیږي. د پلوسي سفر البته د امريکا د حکومت په امر شوی دی. نو ځکه هغې د دې هېواد د حکومت په استازيتوب کړنې کړې دي. هېڅوک پر دې باور نه لري، چې د امريکا حکومت د درېیم نمبر چارواکې په توګه د هغې کړنې يوازې شخصي پرېکړه  وي.

له تايوان څخه د نانسي پلوسي ليدنه د چين پر وړاندې د امريکا سخته لسموونکې کړنه بلل کيږي. که څه هم له دې نه مخکې چین څو څو ځلې امريکا ته خبرداری ورکړ، چې که پلوسي تايوان ته سفر وکړي، نو له دې کبله به د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته سخت زیانونه  ورسیږي،خو د امريکا لوري په دې برخه کې د چين ديپلوماتيک کوښښونه له پامه وغورځول او لاهم يې خپلو ناسمو کړنو ته ادامه  ورکړه. په دې اړه جاويد غورځنګ وويل، چې  نانسي پلوسي د چين د زيات احتجاج باوجود د دې هېواد له تايوان سيمې څخه ليدنه وکړه، چې دا د چین پر ملي حاکميت او ملي ارزښتونو ښکاره تېری او هم د چین په داخلي چارو کې څرګنده لاسوهنه ده او د چیني ملت ملي احساساتو ته يې زیانونه رسولي دي.د دې ترڅنګ د هغې سفر د سيمې پر سولې او ثبات منفي اغېز لري او له دې کبله سيمه ييزه سوله او ارامي زيانمنه شوې ده. نو ويل کيږي، چې که د تايوان تنګي وضعيت ترينګلی شي، نو امریکا به خامخا ور سره تړاو لري. امريکا دې له دغه ډول ناسمو کړنو څخه لاس واخلي او د چين ملي حاکميت، د چيني ملت ملي ارزښتونو او اساساتو ته دې کاملأ درناوی کړي.

د امريکا د لمسوونکې کړنې پر وړاندې د چين ازادي بښونکي پوځ د ملي حاکميت او خپلو کليدي ګټو د ساتلو لپاره د تايوان ټاپو په شاوخوا سيمه کې يو لړ پوځي تمرينونه تر سره کړي او کوي يې. په دې هکله ښاغلي غورځنګ وویل، چې د چين  دازادي بښونکي پوځ پوځي تطبيقات د خپل ملي حاکميت او د ملي ارزښتونو د ساتلو په پار واقعا د ستاينې وړ دي، ځکه دغه پوځي تطبيقات د سيمه ييزې سولې او ثبات او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو ټينګه ساتنه هم ده. زما په اند دا د سيمه ييزې ارامۍ د ساتلو لپاره لازم او معقول تدابير هم  دي.دغه تطبيقات نړۍ ته دا روښانه کوي، چې چیني ملت يو موټی دی او هېچاته ته اجازه  نه ورکوي، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي. امريکا چې تل د افغانستان په شمول ډېرو هېوادونو کې جګړه او ګډوډۍ غواړي، خامخا به د چين د کورنيو چارو په لاسوهنې کې ناکامه شي.

سوله د ټولې نړۍ ګډ ارمان دی.  د ګردې نړۍ زياتره خلک سوله غواړي، خو امريکا تل د سولې د مخنيوي او د خپلو سیاسي ګټو او بادارۍ د لټولو لپاره د نړۍ په نورو سيمو او هېوادونو کې  جګړې ته لمن وهي. ښاغلي ځورځنګ له خبريالې سره د مرکې په پای کې  وویل، چې  د امريکا اقتصاد په نړيوالو جګړو کې ولاړ دی، که امريکا په نړۍ کې په سوله قایله شي او خپله ژمنه پوره کړي، نو په نړۍ کې به  جګړه ختمه شي،  نو ځکه دا پکار ده، چې امريکا دې خپلې ناسمې  کړنې پرېږدي او په واقعي توګه دې د نړيوالې سولې د ساتلو دنده پر غاړه واخلي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عراقچي: امریکا د خپلو موخو له ناکامۍ وروسته پر ایران نوي بندیزونه لګوي

سپتمبر 9, 2026

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In