هندي ديپلومات تنمیا لال ویلي ملګري ملتونه او نړیوال باید د افغانستان له پولو بهر د ترهګرو فعالې ډلې له منځه یوسي. دده په خبره په افغانستان کې روانه جګړه ددغه هېواد له پولو بهر تنظیمېږي، کنټرولېږي او تمویلېږي. لال وايي ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې د افغانستان له پولو بهر د ترهګرو ډلو فعالیتونه ودروي او هغه هېوادونه تر فشار لاندې راولي چې د یادو ډلو ملاتړ کوي. دغه هندي ديپلومات ویلي، چې په سیمه کې د افغانستان یو ګاونډی هېواد چې موخه یې پاکستان دی، د ترهګرو ډلو او روانو خونړیو جګړو ملاتړ کوي. دده په خبره هلته لشکر طیبه، طالبان، جیش محمد او نورې ترهګرې ډلې فعال مرکزونه لري چې باید له منځه یوړل شي.




































