د رسنیو د راپورونو له مخې د مالي اقداماتو ځانګړې نړیوالې ډلې پاکستان ته ۹ میاشتې وخت ورکړی چې ددغه نړیوال بنسټ د ۲۷ مواردو په برخه کې اقدامات وکړي. دغه ډلې پاکستان ته ویلي چې د ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي او په خپلو مالي چارو کې دې ژر تر ژره اصلاحات راولي. د یادې ادارې په وینا که پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وا نه خلي او په مالي چارو کې یې اصلاحات را نه ولي نو له نړیوالو فشارونو سره به مخ شي. پاکستان تر دې وړاندې هم د یوه نړیوال بنسټ له لوري د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل کړل شو. ددې تر څنګ ګڼو نورو بنسټونو هم پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس وخلي، دغه ډلو ته مالي امکانات برابر نه کړي او ژر تر ژره دې په خپلو مالي ادارو کې اصلاحات راولي.




































