افغانستان ته سوله نږدې ده خو د ورځو او اونیو کار نه دی. عمر داوودزی د سولې عالي شورا د دارالانشا مشرۍ ته د معرفي کېدو په مراسمو کې ویلي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې د ډاډ وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي. هغه ویلي له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي، خو دغه ډلې تر دې دمه له افغان حکومت سره خبرې نه دي کړي. داوودزی وایي طالبانو له امریکا او نورو بهرنیانو سره خبرې کړې دي او تمه ده چې مثبتې پایلې ولري. هغه زیاته کړې چې سوله افغانستان ته راتلونکې ده، خو د سولې راتګ د اونیو او ورځو کار نه دی، بلکې په راتلونکو میاشتو کې د تلپاتې سولې هیله شته ده. عمر داوودزي همدا راز د افغان سولې په اړه پر سیمه ییزه اجماع ټينګار وکړ او تر څنګ یې په هېواد کې د ننه د سولې په اړه د نظر د اختلافونو له منځه وړل هم مهم وبلل. هغه له ټولو سیاسي ډلو او عامو افغانانو وغوښتل چې د سولې په برخه کې د سولې عالي شورا ملاتړ وکړي او په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره مټې را ونغاړي.



































