د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، افغان سوداګرو ته د چين د ويزو ورکړه په نورمال ډول روانه ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست يونس مهمند وايي، هڅه کوي چې لا ډيرو افغان سوداګرو ته د چين ويزې واخلي، له همدې کبله د ټولو اسناد را ټول شوي او تر کار لاندې دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت تېره مياشت ژمنه کړې وه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغان سوداګرو ته د ويزو ورکړه پيل کړي. افغانستان کې د ا.ا تر واکمنېدو وروسته د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر چين هم افغانستان کې کونسلي خدمتونه وځنډول چې له کبله يې افغان سوداګر له لوی سرخوږي سره مخ شول. د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي که څه هم نه وايي چې چين تر دې مهاله څومره افغان سوداګرو ته ويزې ورکړې دي، خو ټينګار کوي چې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو ورکړه په ښه دول پر مخ روانه ده او ډير ژر به ټولو افغان سوداګرو ته ويزې ورکړل شي.



































