افغان حکومت وایي، امریکا او د افغانستان نور ملاتړي هېوادونه هڅه کوي د افغان پلاوي او طالب استازو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي. سره له دې چې وسله والو طالبانو په پرلپسې اعلامیو کې له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی خو د اجراییه ریاست ویاند فریدون خوځون وایي، امریکا او د افغانستان نور ملګري هېوادونه هڅه کوي چې ابوظبې کې د طالبانو استازي له افغان پلاوي سره خبرو ته چمتو کړي. اجراییه ریاست دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون یې دوه ځله وویل افغان پلاوی به ډېر ژر له طالب استازي سره مخامخ خبرې وکړي خو طالبانو یې په وار وار دا خبرې رد کړې او ویې ویل چې دوی له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او نه کوم داسې پلان لري.




































