د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پاکستان، هند او ترکیې ته د خپلو سفرونو معلومات د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره شریک کړل. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یوشیایونګ په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل. امیرخان متقي له چینايي لوري وغوښتل چې چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه سازي وکړي. د چین ځانګړي استازي وویل، چې افغانستان سره پر دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کار کوي. ده په سیمه کې د خپلو وروستیو سفرونو په ترڅ کې د افغانستان په باب د لېوالتیا په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل. یوشیایونګ زیاته کړې، چې چین په پام کې لري، پر جلغوزو سربېره د افغانستان نورې وچې او تازه میوې چین ته ولېږدول شي او له دې لارې د افغانستان ملي اقتصاد سره مرسته وشي.



































